Afghan Patriot society-APS

Afghan Patriot society (APS)

سریزه
په افغانستان کې د تیرو څو لسيزو جګړو په وجه نه یوازې دا چې په اقتصادي، سیاسي، تعلیمي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې وده او پرمختیا رامینځته نه شوه بلکې د هیواد شته هر څه ېې له یوې مخې نشت کړل، په مادي او معنوي دواړو برخو کې د لویو لویو تاوانونو سره مخ شوو، هرڅه چې وشول په هغه کې نه ختیځ او نه لویدیځ بلکې مونږ افغانان په خپله مسول یو، ځکه هیڅ وخت مو په خپلو کې د یوغږۍ او یووالی په موخه سره ناسته ونه کړه ، د ملي مسئلو په اړه مو د ټول ولس مشورې وا نخیستې، خپلو ګټو ته مو د ولس په ګټو لومړيتوب ور کړ، د ګټو د تضاد په وجه مو خپلو کې جګړې پیل کړې، بهرنیانو هم د وخت نه په استفادې، یو د بل په وړاندې تمویل او تجهیز کړو، سره و مو وژل وطن مو وران کړو په حقیقت کې مو د پردیو شومو موخو لپاره کار وکړ.
که مونږ خپلې ستونزې په خپلو کې اوارولی او یو بل مو سره زغملای، ځانونو ته مو په نورو لومړیتوب نه ور کولای، یو د بل حقونه مو تر پښو لاندې نه کولای، یو تر بله درناوي شتون لرلای او د پردیو پر وړاندې یو وای نو اوس به د نړۍ د نورو پرمختللو ولسونو په څیر مونږ هم یو پر مختللی ملت وای.
په هر صورت تیر په هیر، اوس په دې وروستیو کې داسې وخت راغلی چې هیواد مو د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ خواته روان دی، اوس باید هغه څه وکړو چې پخوا مو ندي کړي. اوس ښايي چې سره کینو، و غږیږو، خپل لید او نظر سره شریک کړو او په پای کې ځان هوکړې ته و رسوو، لاسونه سره ور کړو او اوږه په اوږه د هیواد په ابادۍ، سوکالۍ، او پرمختګ کې رغنده رول و لو بوو.
د هیواد په ابادۍ، سوکالۍ او پر مختګ کې هغه وخت ښه او رغنده رول لوبولی شو چې سره یو لاس او یو موټی شو، د وخت د موضوعاتو په اړه سره مشورې وکړو او د مشورو پر بنسټ یوې واحدې پایلې ته ورسیږو او بیا یو عمومي واحد او اغیزمن لید او نظر وړاندې کړو.
د دې سپیڅلو موخو د ترلاسه کولو لپاره مونږ ولسپاله افغانان د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راټول شوي یو او غواړو تر څو د خپل ولس د پالنې لپاره د محمدي غرا شریعت او د هیواد د شته قوانینو په رڼا کې د یوې ټولنې په اډانه کې دهیواد د ریښتینو بچیانو په څیر د ډول ډول ناورینونو نه د هیواد په ژغورنه کې خپله ایماني او وجداني دنده تر سره او د سولې، امنیت ،پوهنې، عامه پوهاوي او کلتوري ودې لپاره مرستندوی واقع شو او همدارنګه د سمتي، قومي او ژبنی تعصباتو او بې عدالتیو پر وړاندې خپل غږ او چت کړو تر څو د عدالت او ورورولی فضا رامینځ ته امنیت تامین او هیواد مو د سوکالۍ ، ابادۍ او پرمختګ لوړو موخو ته ورسیږي.

ومن الله توفیق

Kabul,
Afghanistan